اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پوليو مخ نيوي لپاره د هڅو په لا تندولو زور راوړولو سره وئېلي دي هېواد څخه د پوليو بشپړه خاتمې لپاره عزم لرو٬ د پوليو وركرز حفاظت زمونږ وړومبې پام لرنه ده٬ د صوبائي حكومتونو پشمول ټولو اړوندو ډلو له به د پوليو خاتمې لپاره د زړه د اخلاصه كار كول وي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا …
هېواد څخه د پوليو خاتمې لپاره عزم لرو٬ د پوليو وركرز حفاظت ته وړومبۍ پام لرنه كوو ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پوليو مخ نيوي لپاره د هڅو په لا تندولو زور راوړولو سره وئېلي دي هېواد څخه د پوليو بشپړه خاتمې لپاره عزم لرو٬ د پوليو وركرز حفاظت زمونږ وړومبې پام لرنه ده٬ د صوبائي حكومتونو پشمول ټولو اړوندو ډلو له به د پوليو خاتمې لپاره د زړه د اخلاصه كار كول وي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پوليو مخ نيوي ټاسك فورس غونډه وشوه۔په غونډه كښې د پوليو مخ نيوي او سائيټ بورډ صدر او د ګلوبل ډوېلپمنټ صدر٬ د ګيټس فاؤنډېشن ډاكټر كرسټو فرايلياس په مشرۍ كښې د پوليو او سائيټ بورډ غړو ګډون وكړو۔په غونډه كښې وزيراعظم ووئيل د ټولو ستونزو او چېلنجونو باوجود ېه حكومت د خپلو نړيوالو ٬ صوبائي٬ځايې او د ټولو ډلو په مرسته پاكستان څخه د پوليو مخ نيوي هدف به ډېر زر سر كړي۔مونږ د پاكستان هر ماشوم د پوليو پشان موذي رنځ څخه بچ كولو او پوليو فري پاكستان له عزم لرو۔وزيراعظم ووئيل مونږ له په جذبه او سنجيدګۍ سره دا امر باوري كول پكار دي چې د ټول هېواد څخه هر ماشوم ته د ويكسين يو شمېر څاڅكي وركړے شي او پوليو څخه محفوظ پاتې شي٬ د فرنټ لائن وركرز په جذبه٬ د پاكستان حكومت عزم او د پارټنرز په مرسته پاكستان د پوليو په ضد مهم پېشرفت كړے ۔وزيراعظم ووئيل د پوليو مخ نيوي لپاره د صوبائي حكومتونو ٬بشمول د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير او قانون نافذ كوونكو ادارو هڅې او مرسته د ستائنې وړ ده٬ د پوليو وركرز حفاظت زمونږ وړومبې ترجيح ده ٬ ده ووئېل د صوبائي حكومتونو پشمول به ټولو اړوندو ډلو له د پوليو خاتمې لپاره په ګډه په تندۍ سره كار كول وي۔وزيراعظم ووئيل مونږ د خپلو شراكتدارو مننه كوو څوك چې د پوليو خاتمې په اړه د حكومت بشپړه ملګرتيا كوي٬ د سعودي ولي عهد او وزيراعظم محمد بن سلمان هم مننه كوو چڅوك چې د پوليو مخ نيوي كښې د پاكستان هر ډول ملګرتيا كوي٬ ده ووئېل پاكستان كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن كښې د بل ګيټس فاؤنډېشن پشمول ټولو شراكتدارو ډېر مهم او د ستائنې وړ كردار ادا كړے۔غونډې ته د پوليو مخ نيوي په اړه بريفنګ وركړے شو ۔غونډې ته ووئېل شول د سوئېلي خېبرپښتونخوا سيمو كښې د پوليو وائرس بشپړه خاتمې لپاره هره ضلع كښې د رامخې ته شوو مسئلو په نسبت د خاص پوليو مخ نيوي ډلو كمپائن له ھخې كوو ٬پاكستان كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن نه يوازې ماشومانو كښې د پوليو كيسونو بلكې د دې ماحولياتي ماجودګي ختمولو له هم هڅې كوو ٬ د پوليو اوور سائيټ بورډ غړو كښې د ډبليو ايچ او ريجنل ډائرېكټر ډاكټر حنان بلخي٬د يونيسيف ريجنل ډائرېكټر سنجے وجے سكيرا٬د سعودي عرب د كے ايس رېليف ډاكټر زياتد میمیش٬ د روټري انټرنېشنل مائيك ميلګورن او د ټرسټي روټري عزيز ميمن شامل وو۔دغسې په غونډه كښې د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال٬د روغتيا وزير مملكت ډاكټر مختار احمد بهرتھ٬د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن عائشه رضا فاروق٬د څلورو واړو صوبو٬ګلګت بلتستان٬آزاد كشمير چيف سيكرټريز٬ د اسلام آباد كيپټل ټيريټري چيف كمشنر٬د پوليو مخ نيوي نېشنل كوآرډينيټر او نورو اړوندو اعلٰی سركاري افسرانو ګډون وكړو۔








