معيشت كښې سپېځلتيا لپاره ډيجيټل ټرانزيکشن سسټم ضروري دے٬ د وګړو او كاروباري ادارو ترمېنځه ادائيګي اسانول او د ډيجيټل سسټم كارولو په اړه پوهه زياتول د وخت ضرورت دے۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي معيشت كښې سپېځلتيا لپاره ډيجيټل ټرانزيکشن سسټم ضروري دے٬ د وګړو او كاروباري ادارو ترمېنځه ادائيګي اسانول او د ډيجيټل سسټم كارولو په اړه پوهه زياتول د وخت ضرورت دے، د کېش ليس اکانومي په حواله جوړې كړې كمېټۍ دې ټولو شراكتدارو سره په ګډه د عمل وړ تجويزونه وړاندې كړي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم هاٶس ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د کېش ليس او ډيجيټل معيشت په اړه اوونيزه غونډه شوې۔ وزيراعظم ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول په تېره غونډه كښې د ډيجيټل پے منټس انوويشن اينډ ايډاپشن کمېټي، ډيجيټل پبلک انفراسټرکچر کميټي او ګورنمنټ پے منټس کميټي جوړې كړې شوي۔ په غونډه كښې د ډيجيټل پېمنټس انوويشن اينډ ايډاپشن په اړه جوړو كړو كمېټو د معيشت د ډيجيټائزيشن په حواله تجويزونه او په لائحې بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول ډيجيټل ادائيګو ته ودې وركولو په اړه سټيټ بينک آف پاکستان سوداګرو لپاره د ډيجيټل ادائيګو طريقه كار آسانولو لپاره ټګلاره ترتيبوي، په ډيجيټل ادائيګو كښې به د كوچني كاروبار ډاډګيرنه او شموليت لپاره اسان پيکج معارفي كولې شي، ډيجيټل ادائيګو لپاره موبائل فون ايپلي کيشنز د كارونكو شمېره د 95 ملين نه 120 ملين رسول هدف دے، د کيو آر کوډ كاروٶنكو سوداګرو شمېره 0.9 ملين نه تر دوه ميلين رسولو هدف دے ٬ مجموعي ډيجيټل ادائيګۍ د 7.5 بلين روپو نه تر 12 بلين روپو رسولې شي، د ډيجيټل نيشنل پاکستان په حواله ډيجيټل اکانومي پراجيکټ پېل شوے٬ اسلام آباد سټي موبائل فون ايپلي کيشن تر اوسه 1.3 ملين ډاؤن لوډز شوي او په دې ايپلي کيشن 15 سروسز موجود دي، اسلام آباد سټي ايپ د لارې آئي سي ټي ايکسائز اينډ ټيکسيشن په مد كښې 15.5 بلين روپۍ جمع كړې دي، د ډيجيټل پاکستان آئي ډي منصوبه ترسره كولو لپاره په تندۍ سره كار روان دے، اسلام آباد كښې د اي-اسټيمپنګ سهولت ډېر زر معارفي كېدونكې دے، اسلام آباد په خاص توګه روغتونونو، تعليمي ادارو، سرکاري دفترو، پارکس او په ميټرو بس لائنز د وائي فائي انټرنيټ سهولت وركولو په اړه كار روان دے۔ وزيراعظم ټول هدفونه دوه چنده كولو امر وكړو او ټول سهولتونه په وفاقي سيمه٬ آزاد جمو کشمير او ګلګت بلتستان كښې هم د معارفي كولو يې احكامات جاري كړل ۔ د غٶنډې ګډون كوٶنكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل معيشت كښې سپېځلتيا لپاره ډيجيټل ټرانزيکشن سسټم ضروري دے٬ د وګړو او كاروباري ادارو ترمېنځه ادائيګي اسانول او د ډيجيټل سسټم استعمال په اړه پوهه زياتول د وخت ضرورت دے۔ ده امر وكړو چې د کېش ليس اکانومي په حواله جوړې كړې كمېټۍ دې ټولو شراكتدارو سره په ګډه د عمل وړ تجويزونه وړاندې كړي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شزا فاطمه، علي پروېز ملك، د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر توقير شاه، د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني او اړوند سركاري چارواكو ګډون وكړو۔