
ملګري ملتونه ۔ 3 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو نړيوال موسمياتي تنظيم (ډبليو ايم او) خبردارے وركړے چې نړۍ له به د سختۍ ګرمۍ سره ژوند تېرول زده كول وي٬ ځكه چې د انساني هلو ځلو څخه پېدا كېدونكې ماحولياتي بدلون په سبب راراوان هيټ ويو به د دې نه زيات شديد او بيا بيا رامخې ته كېدونكے وي۔د العربيه تر مخه تنظيم ووئېل د اروپا په مغربي او سوئېلېي برخو كښې د ګرمۍ غېر معمولي ابتدائي چپه اوس د قطب پلو روانه ده ٬ د كومې د لاسه چې په لاكهونو اورپائي وګري د غېر معمولي درجه حرارت سره مخ دي۔ ملګرو ملتونو د نهې په ورځ پرتګال٬ يونان ٬ كروشيا ٬ المان٬ آسټريا او سوئټزر لېنډ كښې دا سخته ګرمي يو خاموش قاتل وګرځولو او خبر دارے يې جاري كړے ۔ د تنظيم وياند كلير نولس وېنا وه چې حولائي مياشت په نړۍ كښې هسې هم تر ټولو ګرمه مياشت ګڼړلې شي خو د ګرمۍ موسم په ابتداﺀ كښې د سختې ګرمۍ راتلل غېر معمولي امر دے٬ هر څو جې پخوا داسې هم شوي۔ هغه په جنيوا كښې د يو پرېس كانفرنس په مهال ووئېل سختې ګرمۍ ته په عمومي توګه خاموش قاتل وئېلې شي ځكه چې د نورو ماحولياتي آفتونو لكه د طوفانونو برعكس ٬ د دغې د مرګونو شمېره زياتره مكمل نه رامخې ته كېږي۔