
اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) سر مشريزه 17مه غونډه به د جولائي په درېمه او څلورمه نيټه د آذربائيجان خان کېنډي كښې كېږي٬ وزيراعظم شهباز شريف به د مشرانو په غونډه كښې د پاكستان د پلاوي مشري كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې د مشرانو د غونډې موضوع “تل پاتي او موسمياتي ريزيلئنټ سباون لپاره د اي سي او نوې وژن” دے ۔ وزيراعظم به د مشرانو په غونډه كښې په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چېلنجونو د پاكستان نقطه نظر وړاندې كوي او اي سي او وژن 2025 لپاره به د پاكستان د عزم پخلے كٶي۔ وزيراعظم به سيمه ايز تجارت، ټرانسپورټ روابط، د توان مرسته او تل پاتې پرمختګ ته د ودې وركولو بشپړ وكالت كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف به د مشرانو په غونډه كښې د اي سي او نورو مشرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي چې پكښې به د شريكې خوښې په چارو د خالاتو څرګندونه كولې شي۔