
اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)د اوبو وسائلو وفاقي وزير محمد معين وټو اسلام آباد كښې د اسلامي جمهوريه ايران سفارتخانې دوره وكړه او په پاكستان كښې د ايران سفير سره يې ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال وفاقي وزير د پاكستان حكومت او اولس لخوا په ايران كښې اوسنو شخړو په مهال بې ګناه ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ده د شهيدانو كورنيو او ايران قام سره د بشپړه همدردۍ او يو والي څرګندونه وكړه ۔ده ووئيل چ د پاكستان اولس دعاګانې د شهيدانو او د هغوي كورنيو سره دي۔ميا محمد معين وټو د ايران اصولي دريځ د پاكستان لخوا پرله پسې د ملاتړ پخلے وكړو۔ده د ايران اوسني حكمت عملۍ كښې كاميابي وستائېله او وې وئېل چ ايران په نړيواله كچه يو ځانګړے مثال جوړ كړو۔ده ووئيل د پاكستان قام د ايران قام په ثابت قدمۍ او كاميابۍ وياړ لري۔وفاقي وزير ووئيل څنګه چې زمونږ د خپل هېواد او خپلكو خلكو سره مينه ده دغسې مونږ د ايران او ايران اولس سره مينه لرو٬دا دوره د پاكستان او ايران ترمينځه سفارتي٬ورورولۍ٬د اوږدې مودې اړيكو عكاسي كوي ٬ ده په منطقه كښې د امن او مرستې لپاره د پاكستان عزم تذكره وكړه۔ ده ووئېل پاكستان يو پرامن هېواد دے٬مونږ تل څخه دا ګڼو چې د مسئلو حل يوازې سفارتكارۍ٬مكالمه او شريك احترام د لارې ممكن دے