د سپریم کورټ فیصلې نه پس قامي اسمبلۍ كښې د حکومت او اتحادي ګوندونو د غړو مجموعي شمېره 235 شوه

اسلام آباد۔2جولائي (اے پي پي) د سپریم کورټ فیصلې نه پس قامي اسمبلۍ كښې د حکومت او اتحادي ګوندونو د غړو شمېره ټوله 235 شوه ٬ دغسې د مخالفو ګوندونو د غړو شمېره 98 دے ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ سیکرټريټ د اړخه جاري پارټي پوزیشن په ړه وئېلې شوي دي په 27 جون د سپریم کورټ فیصلې نه پش د پاکستان مسلم لیګ (ن) د غړو شمېره 123 شوه چې پكښې 13 بحال غړو هم شامل دي ، د پاکستان پیپلز پارټي پارلیمنټیرین د غړو 74، د ایم کیو ایم پاکستان 22، د پاکستان مسلم لیګ 5 ، د استحکام پاکستان پارټي 4 ، د مسلم لیګ ضیا 1، د بلوچستان عوامي پارآ 1، د نیشنل پارټي 1 او د آزاد غړو 4 ۔ د اپوزیشن ګوندونو قامي اسمبلی كښې پارټي پوزیشن تر مخه د سنی اتحاد کونسل د غړو شمېره 80 ، د اپوزیشن آزاد غړو 5 ده چې پكښې د پاکستان تحریک انصاف مرستياله غړے عادل خان بازئۍ هم شامل دے ۔ دغسې د جمعیت علماء اسلام پاکستان 10، د بلوچستان نیشنل پارټي 1، د مجلس وحدت المسلمین پاکستان ، پختون خواہ ملي عوامي پارټي او د اپوزیشن د ټولو غړو شمېره 98 ده ۔ ۔