
سيويل( سپين ) 02 جولائي (اے پي پي) د خزانې وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي پاکستان كښې ايس ايم ايز د معيشت 40 فيصده، د برآمدات 25 فيصده او په غېر زرعي څانګه كښې 78 فيصده ملازمتونه وركوي ۔ دا خبره ده د شورو په ورځ په سپېن كښې فنانسنګ فار ډوېلپمنټ لپاره د څلورم نړيوال كنفرنس په مهال د انټرنيشنل بزنس فورم ترسېوري لاندې “اېس ايم ايز لپاره د مالي وسائلو پراخه” كولو په سرخط د لوړې كچې مباحثې په مهال كړې۔ د خزانې وزير ووئيل د پاکستان په معيشت كښې د اېس اېم ايز کردار مهم ګرځوي٬ ده ووئيل ايس ايم ايز د معيشت 40 فيصده، د برآمدات 25 فيصده او په غېر زرعي څانګه كښې 78 فيصده ملازمتونه وركوي، د دې باوجود دوي ته د نجي څانګې پورونو معمولي برخه ترلاسه كېږي كومه چې ډېر لږه ده۔ ده ووېيل حكومت د يوې جامع پاليسۍ له مخې د دې مسئلو حل لپاره كار كوي چې له مخې به ئې تر كال 2028 د نجي څانګې په مجموعي پورونو كښې د اېس اېم ايز برخه تر 17 فيصده زياتولې شي او د منطقې نورو هېوادونو سره به سمولې شي۔ په دې موقع ده د كوچني كاروبارونو بشپړ معاونت او بهتر مالياتي نظام لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔