
اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) نيشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) بېلا بېلو سيمو لپاره د پشكال بارانونو او د ممكنه سېلاب په اړه خبردارے جاري كړے دے٬ خېبرپښتونخوا، آزاد کشمير او شمالي ختيز پنجاب كښې د 5 نه تر 8 جولائي د سختو بارانونو امكان دے ٬ په دې مهال په لنډي سيند كښې نوښار سره د اوبو په جريان كښې اضافه او تړلے شوو خوړونو كښې د سېلاب اندېښه ده۔ د شورو په ورځ د اېن ډي اېم اے لخوا د جاري بيان له مخې په تربيلا ډيم كښې د اوبو جريان كښې د اضافې په سبب د لاندې كچې د سېلابي صورتحال رامخې ته كېدو امكان دے٬ ګلګت بلتستان او خېبرپښتونخوا سيمو كښې په ګليشر تالابونو كښې د اوبو زياتېدو په سبب سېلاب٬ لېنډ سلائيډنګ پشمول مېداني سيمو كښې د سېلاب خطر دے، لاهور، سيالکوټ او نارووال كښې د اربن سېلاب او ډي جي خان او په راجن پور كښې په هل ټورنټس كښې د اوبو په جريان كښې اضافه متوقع ده۔ د اېن ډي اېم اے له مخې لاهور، سيالکوټ، ګجرات او د نارووال د خوړونو پشمول په ډيك، بيئن او پلکھو كښې هم د اوبو په جريان كښې اضافه متوقع ده٬ اولس خبردار كړے شوے چې د باران او سيلۍ په مهال د پخوانو ودانيو٬ د كچه دېوالونو٬ د بجلۍ ستنو او بل بورډز څخه لرې اوسيږي۔