
اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت وياند وئيلي دي حج 2026 لپاره د لازمي رجسټريشن عمل روان دے٬ د وزارت په آن لائن پورټل او 15 نومولے شوو بېنكونو د لارې د رجسټريشن سهولت موجود دے۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې وياند ووئيل د رجسټرېشن وروستۍ نيټه 9 جولائي ده ٬ رجسټرډ كسانو ته به په سركاري يا نجي حج سكيم كښې د شاملېدو اختيار وي۔