
اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د باجوړ ضلعې د خار تحصيل پھاټك سره نزدې د چاٶدنې غندنه كولو سره وئيلي دي ترهګر معصوم او بې ګناه وګړي په نخښه كولو سره د ظلم انتها كوي ٬ هغوي په هېڅ صورت معاف كېدے نشي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د چاٶدنې په نتيجه كښې د ناوګئۍ اسسټنټ کمشنر، تحصيلدار او نورو اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه۔ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په چاٶدنه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا او هغوي ته د هر ډول ممكنه طبي مرستې رسولو هم امر وكړو۔