
اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د عوامي نيشنل پارټۍ صدر سېنېټر ايمل ولي خان ليدلي دي ٬ په دې موقع د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال وفاقي وزيران اعظم نذير تارړ، رانا مبشر اقبال ، د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء الله، عبدالرحمان کانجو او طلحه برکي هم موجود وٶ۔