وزيراعظم شهباز شريف سوات پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه٬ اړوندو ادارو ته د دا ډول پېښو مخنيوي لپاره د استعداد زياتولو امر

Islamabad: Governor Khyber Pakhtunkhwa, Faisal Karim Kundi calls on Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif on 2 July, 2025; Federal Minister for Kashmir Affairs, Gilgit Baltistan, State and Frontier Regions Engineer Ameer Maqam, Federal Minister for Public Affairs Unit Rana Mubashar Iqbal, Advisor to the PM on Political Affairs Rana Sana Ullah, Minister of State for Power Abdul Rehman Kanju and Special Assistant to the Prime Minister Talha Barki are also present.

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سوات پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كولو سره اړوندو ادارو ته د دا ډول پېښو مخنيوي لپاره د خپل استعداد زياتولو امر كړے دے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم سره د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي ليدلي دي ۔ په دې موقع ګورنر وزيراعظم ته په سوات درياب كښې په رامخې ته افسوس ناك پېښه بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم شهباز شريف د سوات پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كولو سره اړوندو ادارو ته د دا ډول پېښو مخنيوي لپاره د خپل استعداد زياتولو امر وكړو۔ په ملاقات كښې د هېواد په مجموعي صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير انجينئر امير مقام، وفاقي وزير رانا مبشر اقبال، د وزيراعظم د سياسي چارو سلاحكار رانا ثناء الله، د پاور وزير مملکت عبدالرحمان کانجو او د وزيراعظم خاص مرستيال طلحه برکي هم موجود وٶ۔