
اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري سره په پي پي پي كښې شاملېدونكو د آزاد جمو و كشمير سياسي مشرانو د شورو په ورځ ليدلي دي ٬ په دې موقع بلاول بهټور زرداري په ګوند كښې د شاملېدونكو سياسي مشرانو هركلے وكړو۔ دا خبره د پي پي پي ميډيا سيل لخوا په جاري بيان كښې شوې ده ۔ په دې موقع د ګوند سيکرټري جنرل نيئر حسېن بخاري، د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي، د آزاد جمو و كشمير د پيپلز پارټۍ جنرل سيکريټري فېصل ممتاز راټھور، سردار ضياء قمر او چوهدري محمد رياض هم موجود وو۔ چيئرمين بلاول بھټو زرداري د شاملېدونكو سردار تنوير الياس او سردار صغير هركلے وكړو په دې موقع علي شان سوني رفيق نيئر، ٬ جاويد بټ، سردار عدنان سياب او عمر تنوير الياس هم موجود وٶ۔