بلاول بھټو زرداري په باجوړ كښې د چاٶدنې غندنه وكړه

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د باجوړ په خار تحصيل كښې د چاٶدنې غندنه كولو سره وئيلي دي ترهګر د هېواد او قام دښمنان دي٬ د پاكستان هر وګړے د ترهګرۍ په ضد متحد دے۔ د شورو په ورځ د پي پي پي ميډيا سيل لخوا د جاري بيان له مخې بلاول بھټو زرداري د چاٶدنې په نتيجه كښې د ناٶګئۍ د اسسټنټ کمشنر فېصل سلطان٬ تحصيلدار عبدالوكيل او د دوو پوليس اهلكارو په شهادت پیښه د افسوس څرګندونه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره او د ژوبل شوو كسانو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ ده ووئيل د شهيدانو د كورنيو په غم كښې برابر شريك يو٬ بلاول بهټو زرداري ووئيل ترهګر د هېواد او قام دښمنان دي او په هېواد كښې امن او سكون نه غواړي۔