وفاقي وزير رانا تنوير حسين روم كښې د خوراك او زراعت د نړيوال تنظيم ډائرېكټر جنرل سره ملاقات

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين روم كښې د ايف اے او كنفرنس 44مې غونډې په موقع د خوراك او زراعت د نړيوال تنظيم(ايف اے او)ډائرېكټر جنرل كوډونګيو سره ملاقات كړے۔وفاقي وزير د پاكستان كركيلې په څانګه ګښې د ايف اے او اوږد مهاله تكنيكي او مالي مرستې له د قدر وړ څرګندونه كړې ده ۔ده ډائرېكټر جنرل د پاكستان كركيلې او غذائي نظام كښې روان اصلاحات نه خبر كړو د كوم مقصد چې دا نظامونه پائيدار٬جامع او موسمياتي بدلونونو په ضد مزاحمت كوونكې جوړول دي۔ده د كركيلې معيشت كښې كليدي كردار رامخې ته كړو كوم چې د پاكستان جي ډي پي كښې 24 فيصد برخه اچوي او 37 فيصد ليبر فورس ته روزګار وركوي۔ده ډي جي د وژن 2025 او د وزيراعظم زرعي ايمرجنسي پروګرام له مخې د پورته كړے شوو مهمو اقداماتو نه خبر كړو چې پكښې د اوبو تحفظ٬ د تخمونو نظام ښه والې٬ډيجيټل ایکسټینشن سروسز او كروندګرو لپاره هدفي سبسډيز شامل دي۔د دې نه علاوه ده بائيو ټېكنالوجي٬اي كامرس پالېسۍ پشان په نوو اقداماتو هم رڼا واچوله۔ډائرېكټر جنرل كوډونګيو د پاكستان اصلاحات اقدامات وستائېل او ايف اے او لخوا د تكنيكي او پالېسۍ معاونت دوامداره ساتلو باور يې وركړو۔هغه د پاكستان كلائميټ سمارټ زراعت٬ډيجيټل جدت او اداره جاتي صلاحيت كښې د اضافې اقدامات ستائنه وكړه۔هغه د كوچنو كروندګرو شموليت او سيمه ايز معلومات تبادله لا په پراخا كولو زور راوړو۔ډلو د تخمونو بائيو ټېكنالوجي٬ د غذائي نظام په بدلون٬پيشګي وارننګ نظام او د اداره جاتي د كار استعداد زياتولو لپاره مرستې ته اتفاق وكړو په خاص توګه د پاكستان زرعي تحقيقي ادارو او سپيشل انويسټمنټ فیسیلیټیشن کونسل (ایس آئی ایف سی ) پلیټ فارم د لارې۔په آخر كښې وفاقي وزير د ايف اے او او د ملګرو ملتونو نورو ادارو سره نزدې مرستې دوامداره ساتلو د عزم پخلے وكړو دغسې چې پائيدار٬منصفانه او په موسمياتي لحاظ سره مزاحمت كونكے غذائي او زرعي نظام جوړ كړے شي كوم چې نه يوازې پاكستان بلكې په نړيواله كچه د 2030 ايجنډې هدفونو سر كولو له مرستياله وي۔