وفاقي وزير انجينئر امير مقام د باجوړ چاودنې غندنه وكړه

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)وفاقي وزير او د مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام باجوړ كښې د پهاټك ميلې سره نزدې د شوې چاودنې غندنه كړې ده ۔جاري شوي بيان له مخې انجينئر امير مقام د چاودنې په نتيجه كښې د ناواګئی اسسټنټ كمشنر٬تحصيلدار پشمول د نورو اهلكارو په ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده ۔وفاقي وزير د شهيدانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئېل د ځپليو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔انجينئر امير مقام د شهيدانو لوړو درجو او د غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔انجينئر امير مقام د چاودنې په نتيجه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔