
اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري په باجوړ ضلع كښې د چاٶدنې غندنه كولو سره په چاٶدنه كښې د ناوګئۍ اسسټنټ کمشنر، تحصيلدار او نورو اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د شورو په ورځ د ايوانِ صدر پرېس ونګ له مخې صدرِ مملکت د شهيدانو كورنيو سره د همدردۍ او غمرازۍ څرګندونه كړې۔صدرِ آصف علي زرداري ووئيل ترهګر د انسانيت دښمنان دي او بې ګناه وګري په نخښه كوي۔ صدر د ترهګرۍ خاتمې لپاره د هر ډول ممكن اقدامات عزم څرګند كړو ۔ صدرِ مملکت په دې موقع د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔