د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ د ذيلي كمېټۍ غونډه٬د كابينه ډويژن په آډټ رپورټ 23-2022 غور وكړے شو

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د پارليمنټ پبلك اكاؤنټس كمېټۍ د ذيلي كميټۍ غونډه د شورو په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د كميټۍ كنوينر ملك عامر ډوګر په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د كابينه ډويژن آډټ رپورټ 23-2022 باندې غور وكړے شو۔رپورټ كښې آډت د پي ايس ايل 5 او 6 مالي بې ضابطګۍ په ګوټه كړی شوي ۔رپورټ له مخې د پاكستان كركټ بورډ لخوا …

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د پارليمنټ پبلك اكاؤنټس كمېټۍ د ذيلي كميټۍ غونډه د شورو په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د كميټۍ كنوينر ملك عامر ډوګر په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د كابينه ډويژن آډټ رپورټ 23-2022 باندې غور وكړے شو۔رپورټ كښې آډت د پي ايس ايل 5 او 6 مالي بې ضابطګۍ په ګوټه كړی شوي ۔رپورټ له مخې د پاكستان كركټ بورډ لخوا د ګرافكس انټرفيس او د ټرك برانډنګ حقونو كنټريكټ په غېر سپيځلې ډول وركړے شوے ۔ د پي ايس ايل 5 لائيو سټريمنګ حقوق د 18 كروړه روپو كنټريكټ هم په غېر سپيځلې ډول وركړے شوے ۔آډټ چارواكو وئېلي دي دواړو كسيونو كښې چې كوم هم كس ذمه وار وګرځولے شو هغه به اوس د پي سي ملازم نه وي۔پي ايس ايل 5 كښې د انسټاډيا سپانسر شپ رائټس ټهيكه په 33 كروړه روپو په غېر سپيځلي ډول وركړې شوې ۔ د كابينې ډويژن چارواكو وئېلي دي دا درست ده چې پي سي بي آډټ چارواكو له بشپړ ريكارډ نه دې وركړې ۔دغسې كميټۍ كابينه ډويژن او پي سي بي ته 60 ورځو كښې د معاملې حل كولو هدايت وكړو ۔د كميټۍ كنوينر عامر ډوګر ووئېل كه چرې د ذمه وارو تعين ونه كړے شو نو دا كيس به ايف آئي اے ته لېږلې شي۔د ايف او پي سي بي استازي ووئېل دا معامله د كووډ-19 د ورځو ده۔د اسلام آباد كلب لخوا نوې ممبر شپ لپاره د ايډوانس فيس اغستو په معامله د كنوينر په پوښتنه د كلب انتظاميې ووئيل دا مهال 1019درخواستونه د 5 كلونو څخه د التوا ښكار دي كومو څخه چې 31 كروړه روپۍ ايډوانس فيس وصول كړے شوے ۔د كابينه ډويژن سېكرټري ووئيل د اسلام آباد كلب ممبرز شمېره 10 زره څخه زياته شوې ۔د ممرز شمېره حد نه زياتېدو له امله د التوا ښكار كيسونو شمېره زياته ده۔د اسلام آباد كلب ممبرشپ حد تر 12 زره په زياتولو غور كيږي۔رياض فتيانه ووئيل د حد نه زيات ممبر شپ له امله د لاهور جم خانه هم تباه شوې ده۔