د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير په مشرۍ كښې د سي پېك 81مه غونډه د ٬ جے سي سي د 14 مې غونډې د تيارو جاج واخستلے شو

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سي پېك 81مه غونډه د ٬ جے سي سي د 14 مې غونډې د تيارو جاج واخستلے شوے۔ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې ټول مشترکه ورکنګ ګروپس دې خپلې غونډې زر تر زره بشپړې كړي٬ ټول وزارتونه دې تر راتلونكې اوونۍ خپلې اېجنډې ته حتمي شكل وركړي٬ د سي پېك فيز 2 هدف پاکستان د سمه ايز تجارت، جديد ټيکنالوجۍ او د روابطو مركز جوړول دي٬ په غونډه كښې بين الوزارتي همكاري او چين سره موثره مشاورت د حكومت ترجيح ورګرځولې شوه ۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل د سي پېك دوېم پړاٶ به پاكستان لپاره د ترقۍ٬ صنعتي مرستې٬ جديد زراعت٬ سائنس او ټيکنالوجۍ او د آئي ټي په څېر څانګو كښې نوې موقعې رامخې ته كړي كومې چې به د معيشت مضبوطيا، روزګار كښې د زياتوالي او برامداتو ته د ودې وركولو سبب جوړېږي۔