اسلام آباد پوليس يو شمېر هائي پروفائل کيسز په لنډه موده كښې تر سره كري٬ د سردار فهيم په قتل کېس كښې د جديد ټيکنالوجۍ او سرويلنس كارونه د ستائنې وړ ده۔ داخله وزير محسن نقوي

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د اسلام آباد پوليس وظيفائي پوهې تر مخه د نامعلومه قتل او هائي پروفائل کيسز د حل كولو ستائنه كولو سره وئيلي دي اسلام آباد پوليس يو شمېر هائي پروفائل کيسز په لنډه موده كښې تر سره كري٬ د سردار فهيم په قتل کېس كښې د جديد ټيکنالوجۍ او سرويلنس استعمال د ستائنې وړ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د كېسز په درك لګونكي د اسلام آباد پوليس ډلې سره د ملاقات په مهال كړې٬ د يادونې وړ ده د اسلام آباد پوليس لويه كاميابۍ ترلاسه كولو سره د ثنا يوسف، تجزيه نګار سردار فهيم قتل کيسز پشمول 15 هائي پروفائل کيسز په ريکارډ موده كښې ټرېس كولو سره تورن نيولې دي۔ په دې موقع وفاقي وزير محسن نقوي د پوليس افسرانو او ځوانانو ډاډګيرنه كولو سره د دوي د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ داخله وزير د اسلام آباد پوليس آئي جي علي ناصر رضوي، د ډي آئي جي جواد طارق، اېس اېس پي آپريشنز محمد شعيب، اېس اېس پي انويسټي ګيشن عثمان طارق بټ، اېس پي سټي سليمان ظفر، ايس پي صدر کاظم نقوي، د اے اېس پي علي رضا، اسسټنټ ډائريکټر عباس مهدي ډي اېس پي سليمان شاه، د اړوندو تهاڼو اېس اېچ اوز او د انوسټي ګيشن ډلو اهلكارو سره ملاقات وكړو او دوي له ئې شاباشے وركړو۔ ده ووېيل “ويلډن اسلام آباد پوليس” ستاسو په كاركردګۍ وياړ لرو۔ داخله وزير په دې موقع د اسلام آباد آئي جي پي ته 21 كالو راهسې د کانسټيبل په توګه كار كونكي رانا وسيم ته د قواعد او ضوابط له مخئ د ترقۍ وركولو امر وكړو۔ په دې موقع داخله وزير مملکت طلال چوهدري، وفاقي سيکرټري خرم آغا، چيف کمشنر اسلام آباد محمد علي رندھاوا او ډپټي کمشنر اسلام آباد هم موجود وٶ۔