نوي مالي كال كښې دې هم د محصولات په وصولۍ او نورو معاشي هدفونو سر كولو كښې د مستعدۍ څرګندونه وكړې شي۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د كال 25-2024 كښې د وفاقي ټيکس په محصولات كښې د تېرو لسو كالو په نسبت په 42 فيصده اضافه د خزانې وزارت او د اېف بي آر د هلو ځلو ستائنه كولو سره وئيلي دي د پاکستان د زرين معاشي سباٶن لپاره په معاشي هدفونو كښې به هېڅ ډول بې غوري ونه زغملې شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېف بي آر ډيجيټائزيشن او نورو اصلاحاتو په اړه د جاج اونيزه غونډه شوې۔ په دې موقع د بريفنګ په مهال ووئيل شول مالي كال 25-2024 كښې د اصلاحات او ټيکس قوانين نفاذ د لارې د تېر كال په نسبت په مجموعي توګه 865 اربه روپۍ زيات محصولات وصول شوي كومه چې اته چنده تاريخي اضافه ده٬ په دغه مالي كال كښې د محصولات مجموعي پېداوار څخه تناسب (Federal Revenue to GDP Ratio)) 11.3فيصد ٶ كوم چې د تېر كال په مقابل كښې 1.5 فيصده زيات دے۔ وزيراعظم ووئيل نوي مالي كال كښې دې هم د محصولات په وصولۍ او نورو معاشي هدفونو سر كولو كښې د مستعدۍ څرګندونه وكړې شي، په دې كښې به د كومې اداره جاتي بې غوري برداشت نه كړٶ۔ وزيراعظم ووئيل په نوي مالي كال كښې دې د محصولات وصولۍ او د نورو معاشي هدفونو سر كولو لپاره ټولې ادارې د زړه د اخلاصه كار وكړي٬ د پاکستان د زرين معاشي سباٶن لپاره معاشي هدفونو سر كولو كښې به هېڅ ډول بې غوري برداشت نه كړو ۔ وزيراعظم ووئيل د محصولات د وصولۍ او د معاشي هدفونو د ټولو پړاٶنو پخپله نګراني كوم۔ ده د اېف بي آر چارواكو ته امر وكړو چې د محصولات په وصولۍ او نورو فرائضو كښې اداره اولس ته په عزت او تكريم سره وړاندې شي، د هېواد معيشت پرمختګ لپاره دې ټولې سركاري ادارې اېف بي آر سره بشپړه مرسته وكړي۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې ټريک اينډ ټريس ډيجيټل پروډکشن سسټم دې د څيزونو پېداوار او ترسيل په پړاٶنو كښې شامل كړے شي دغسې چې ټول پېداوار په ټېكس نېټ كښې راوستلے شي٬ ده ووئېل ټيکس نادهنده او د ټولو صنعتونو پېدواري عمل دې ډيجيټائز كولو سره په ټېكس نېټ كښې شامل كړے شي۔ وزيراعظم د ريټيل په څانګه كښې د اېف بي آر پوائنټ آف سيل سسټم دائره کار د لا پراخه كولو امر وكړو۔ وزيراعظم د وفاقي بجټ د منظورۍ په غونډه كښې ګډون كوٶنكو له مباركي وركړه۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د اېف بي آر اصلاحات په پېشرفت بريفنګ وركړے شو٬ کاروباري ورورولۍ او ټېكس وركوونكو ته بشپړه سهولت وركولو لپاره دې اېف بي آر هر وخت خپلې دفترې پرانستې وساتي۔ وزيراعظم ووئيل ټريک اينډ ټريس ډيجيټل پروډکشن سسټم تر اوسه په چينو ، تماکو او فرټيلائزر كښې په بشپړه توګه نافذ كړے شوے او سيمنټ او په نورو صنعتونو كښې به ډېر زر په بشپړه توګه نافذ كړې شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو عطا تارړ، اعظم نذير تارړ،د اېف بي آر چيئرمېن او نورو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔