مېنځني ختيز كښې امن، د پاکستان او هند جنګ بندۍ لپاره مفاهمت كښې د سعودي عرب د مهم كردار ستائنه كوٶ۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي مېنځني ختيز كښې امن لپاره په هلو ځلو او د پاکستان او هند ترمېنځه جنګ بندۍ لپاره په مفاهمت كښې د سعودي عرب د مهم كردار ستائنه كوٶ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره پاکستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالکي ملاقات وكړو٬ په دې موقع وزيراعظم خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود او د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود لپاره د خلوص جذبات څرګندونه وكره ۔ ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبد العزيز آل سعود سره د جون په 24مه نيټه د خپلو خبرو ذكر كولو سره وزيراعظم مېنځني ختيز كښې امن لپاره هلو ځلو او د پاکستان او هند ترمېنځه جنګ بندۍ لپاره په مفاهمت كښې د سعودي عرب مهم كردار وستائېلو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د جولائي مياشت لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د مشرۍ ذمه واري پغاړه اخستې او دا موده د سعودي په ملاتړ سره تېرولو لپاره يې د عزم څرګندونه وكړه۔ سعودي سفير په منطقه كښې امن او استحکام لپاره د پاکستان په کردار د وزيراعظم مننه وكړه۔