د اسلام آباد 532 سكولونو له به فائبر آپټك او هائي سپيډ انټرنيټ وركولې شي۔ وفاقي وزير شزه فاطمه خواجه

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د انفارميشن ټيكنالوجي او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي ماشومانو او نوي كول ته د وړومبي څخه كمپيوټر، اے آئي او د ايمرجنګ ټيكنالوجيز تعليم وركول د وخت مهم ضرورت دے٬ د وزيرِاعظم په امر د آئي ټي وزارت بجټ څخه به د اسلام آباد 532 سكولونو له فائبر آپټك او هائي سپيډ انټرنيټ وركولې شي، د 100 نه په زياتو ماډل سكولز او كالجز كښې سمارټ ليبز، سمارټ كلاس رومز او سمارټ سكرينز لګولے شوې دي۔ د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې دې ووئيل ايمرجنګ ټيكنالوجيز تعليم د وخت ضرورت دے٬ هر كوچني ته ښه تعليم وركولو ته حكومت پاملرنه كوي٬ ماشومانو او نوي كول ته د وړومبي څخه كمپيوټر، اے آئي او د ايمرجنګ ټيكنالوجيز تعليم وركول د وخت مهم ضرورت دے۔ دې ووئيل د وزيراعظم د ‘ډيجيټل نيشن پاكستان’ وژن د باصلاحيت انساني وسائل په ريسورس اډانه دے۔