تر څو چې د فلسطين او كشمير مسئله حل نشي د جنګ خطر به موجود وي ٬ نړۍ بايد دا مسئلې حل كړي۔ مشعال ملك

اسلام آباد۔01 جولائي (اے پي پي)د حريت لارښود ياسين ملك كور ودانې مشعال ملك وئېلې دي تر څو چې د فلسطين او كشمير مسئلې حل نشي د جنګ خطر به دغسې موجود وي٬ نړۍ بايد دې مسائلو ته پام لرنه وكړي او دا حل كړي۔ د نهې په ورځ د ايران سفير سره ملاقات نه پس پرېس كانفرنس ته دې ووئېل د ايران او اسرائيل په جنګ كښې بې ګناه خلق مړه شول ٬ جنګ نه بلكې امن د ټولو مسائلو حل پكار دے۔ دې ووئېل موڼږ د جنګ نه ډېر څه زده كړل ٬ هند خپل خلق مړه كړل او آبي ترهه ګري يې پېل كړه٬ مشعال ملك ووئېل د اسرائيل ايران جنګ چې كله ښه تود ؤ نو فيلډ مارشل په امرېكا كښې ؤ ٬ هغه د سيز فائر لپاره ډېرې هلې ځلې وكرې او هغه د سيز فائر لپاره راضي كړل۔ دې ووئېل په جنګ كښې د امن خبره كونكې خاص كردار وي ٬ تر څو چې د فلسطين او كشمير مسئله ختمه نشي د جنګ خطر به دغسې موجود وي۔ ڼړۍ دبايد دې مسئلو ته پام لرنه وكړي او دا حل كړي۔ دې ووئېل مودي او آر اېس اېس په ترھه ګرۍ كښې ككړ دي ٬ پاكستان د هند ترهه ګرۍ په اړه نړۍ خبر كړې ده۔نړۍ جې څومره يو موټے وي دومره به مودي او نيتن ته ټف ټائم وركړے كېږي۔