اسلام آباد 01 جولائي(اے پی پی) د اروپائي ائتلاف٬بيجليئم او لكسمبرګ لپاره د پاكستان سفير رحيم حيات قرېشي برسلز كښې د الجزيره ميډيا ډلې سره خاص ملاقات كړے چې پكښې په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو او په اروپائي كچه د ميډيا مرستې په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔سفارتخانې لخوا جاري شوي بيان له مخې سفير رحيم حيات قرېشي الجزيره ډلې ته سوئېلي آسيا كښې امن او امان صورتحال په اړه مفصل بريفنګ وركړو۔ده د فلسطين پشمول مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو په اړه د الجزيره مثبت رپورټنګ وستائېلو او په اروپائي كچه د پاكستان او نړيوالې ميډيا ترمينځه د روابط په وده يې زور راوړو۔