
تیانجن 01 جولائی (اے پی پی) چین د پاکستان مواصلات څانګه كښې د ایم 6 او ایم 9 موټرویز پشمول مانسهرہ، ناران، جھال کنډ سترو لارو جوړولو او د سترو لارو اپ ګريډيشن پشمول ګوادر پورټ او ايئرپورټ او نورو پروژو كښې د سرمايه كارۍ او دوه اړخيزه مرستې لپاره د خوښۍ څرګندونه كړی ده ٬ د چين د لارې افغانستان او د ايران د لارې نورو هېوادونو سره تجارتي راهدارو لپاره په همكارۍ هم خبرې اترې شوي ۔ د شنګھائی مرستې تنظیم ټرانسپورټ وزيرانو 12مې غونډې په موقع د مواصلات وفاقي وزير عبدالعلیم خان او د چین د ټرانسپورټ وزير لیووی ترمينځه تیانجن كښې غېر رسمي ملاقات كښې د سی پیک مغربی برخې٬ ای کامرس او بھاشا ډیم تر 2029 بشپړولو پشمول بېلو چارو باندې خبرې اترې شوي۔د مواصلات وفاقی وزیر عبدالعلیم خان د چین د مرستې مننه كولو سره ووئېل پاکستان د مواصلات ښه والي، تجارتی راهدارو او موټرویز ته پام لرنه كوي۔ده د چين ټرانسپوټ وزير لیووی ته د پاکستان دورې رسمي بلنه وركولو سره ووئېل پاکستان د مواصلات ذرائعو ښه والي لپاره د غېر ملكي سرمايه كارۍ هركلے كوي او د بېلو سترو لارو تعمیر لپاره ’’بی ټو بی او جی ټو جی‘‘ مرستې ته پام لرنه كوي۔د چین ټرانسپورټ وزير لیووی د شنګھائی مرستې تنظیم په غونډه كښې د پاكستان د بشپړ ګډون ستائېلو سره ووئېل په پاكستان كښې كار د چين پوهانو او انجينئرز لپاره د اهميت وړ دے پاکستان سره د چين تعلق پخوانے او دوه اړخيزه مرسته اډانه دے۔ملاقات كښې دواړو وزيرانو د پاكستان وزيراعظم اګست 2025 مجوزه چين دورې پشمول د بېلو چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔دا خبره د ذكر وړ ده چې د پاكستان نه علاوه ايس سي او غونډه كښې هند٬ بیلاروس، ایران، قازقستان، کرغزستان، رشین فیډریشن، تاجکستان، ازبکستان او چین ګډون كوي او د جولائي په 2مه نيټه د ټولو غړو هېوادونو وزيرانو رسمي غونډه كېږي او اعلاميه جاري كيږي۔