اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې په ضم شوو ضلعو كښې د جرګه نظام بحالۍ او نورو چارو په اړه د لوړې كچې غونډه شوې۔ د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې د وزيراعظم د جوړې كړې كمېټۍ تعارفي غونډه په اسلام آباد كښې وشوه چې پكښې د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم …
د وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې په ضم شوو ضلعو كښې د جرګه نظام بحالۍ او نورو چارو په اړه غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې په ضم شوو ضلعو كښې د جرګه نظام بحالۍ او نورو چارو په اړه د لوړې كچې غونډه شوې۔ د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې د وزيراعظم د جوړې كړې كمېټۍ تعارفي غونډه په اسلام آباد كښې وشوه چې پكښې د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي، وفاقي وزير احسن اقبال، وزير مملکت طلال چوهدري، د وزيراعليٰ نمائنده بيرسټر محمد علي سېف، د كشمير چارو سيکرټري ظفر حسن، د صوبې چيف سيکرټري شهاب علي شاه، انسپکټر جنرل ذوالفقار حميد، پخواني چيف سيکرټري شکيل دراني ،اعليٰ چارواكو، صوبائي وزيرانو، سلاحكارو او سيکرټريز ګډون وكړو۔ په دې موقع انجينئر امير مقام په قبائلي ضلعو كښې د انصاف موثره متبادل نظام ته په ودې وركولو غور كولو سره ووئيل قبائلي مشران او قانوني پوهان به په مشاورت كښې شاملولې شي او د جرګې نظام به آئيني او عدالتي ډھانچې سره سمولې شي۔ ده ووئيل د ذكر شوو ضلعو پرمختګ او امن و امان لپاره به تجويزونه وړاندې كولې شي او د قبائيلي اولس پرمختګ لپاره به د دوي په مشاورت تجويزونه مرتب كولې شي۔ په غونډه كښې د ذيلي كمېټۍ جوړولو ته هم اتفاق وكړے شو٬ د كمېټۍ راتلونكې غونډه به په پېښور كښې كېږي








