
اسلام آباد 01 جولائي(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په اسلام آباد سيكټر ايچ 16 كښې د جوړېدونكې ماډل جيل دوره كړې ده ۔د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري هم د هغه سره ؤ ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ماډل جيل د بېلو برخو څارنه وكړه او په تعميراتي كارونو يې د پيشرفت جاج واخست۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پراجيكټ وړومبے پړاؤ سږ كال د بشپړولو ډيډ لائن وركړو ۔ ده ووئېل په شپه ورځ كار كولو سره تعميراتي كار په هر صورت په ټاكلې موده كښې بشپړ كړئ۔محسن نقوي ووئيل وړومبي پړاؤ كښې به په ماډل جيل كښې د 1500 بنديوانو ګنجائش وي۔ده ماډل زندان كښې 90 ورځو كښې دننه د دوو نورو بيركونو جوړولو هدايت كولو سره ووئېل په زندان كښې په 34 كټونو مشتمل روغتون او مين كچن زر تر زر تر جوړول سر ته ورسوئ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اسلام آباد پوليس ډي آئي جي ته ماډل زندان كښې د سټاف تعيناتۍ لپاره د پلان وړاندې كولو هدايت هم وكړو۔بريفنګ كښې ووئيل شول د زندان جوړولو پروژه په كال 2011 كښې پېل شوې وه كومه چې څو كاله د تعطل ښكار شوه ۔ وفاقي داخله سېكرټري٬ د اسلام آباد پوليس ډي آئي جي٬ډپټي كمشنر٬اے ډي سي جي٬ د سي ډي اے چارواكي٬كنټريكټرز او كنسلټنټس هم په دې موقع موجود وو۔