پېنډۍ 30 جون (اے پي پي) د سمندري ځواك مشر ايډمرل نويد اشرف تزويراتي مقاصد ترلاسه كولو كښې د بين الخدمات مرستې په اهميت زور راوړلو سره پاکستان ايئر فورس سره د پرله پسې نورو او جامع مشتركه آپريشنل مشقونو پېل كولو اعلان كړے دے۔ د ګل په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخئ ايډمرل نويد اشرف په كراچۍ كښې د پي اے اېف …
د سمندري ځواك مشر په كراچۍ كښې د پي اے ايف ايئر وار كالج انسټي ټيوټ دوره

مزید خبریں
پېنډۍ 30 جون (اے پي پي) د سمندري ځواك مشر ايډمرل نويد اشرف تزويراتي مقاصد ترلاسه كولو كښې د بين الخدمات مرستې په اهميت زور راوړلو سره پاکستان ايئر فورس سره د پرله پسې نورو او جامع مشتركه آپريشنل مشقونو پېل كولو اعلان كړے دے۔ د ګل په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخئ ايډمرل نويد اشرف په كراچۍ كښې د پي اے اېف ايئر وار کالج انسټي ټيوټ دوره وكړه ٬ په دې موقع د ايئر وار کالج انسټي ټيوټ صدر ايئر وائس مارشل راشد حبيب د دوي هركلے وكړو٬ خاص مېلمه په اداره كښې د تعليمي او وظيفائي پوهې ستائنه كولو سره په سباٶن كښې عسكري چمتوالي نيولو كښې د ادارې مهم كردار تسليم كړو كوم چې د جديد جنګ د ګڼ اړخيزه چېلنجونو مقابلې صلاحيت لري۔ د ايئر وار کورس ګډٶن كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې ايډمرل نويد اشرف په دې خبره زور راوړو جې اپرېشن تيارۍ په جديد جنګ كښې د ګټې بنياد دے۔ ده په ختيز محاذ د اوسني پېشرفت حواله وركړه كوم چې پرله پسې د تيارۍ او ستراتېژك دور اندېشۍ د مهمو ضرورتونو واضحه مثال دے ۔ ده د ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د مشرۍ ستائنه كولو سره د پي اے اېف جديد كولو او د جديدې ټيکنالوجيۍ په تندۍ سره په مربوط كولو كښې د ھغه كردار تسليم كړو چا چې د پاك فضائيه په آپريشنل تيارو كښې ځانګړے زياتوالے كړے دے او د منطقې ډيټرنس منظرنامه ئې بيا ترتيب كړې ده۔ د سمندري ځواك مشر د دې خبرې پخلے وكړو جې د پاك بحريه په ټولو اپرېشنل څانګو زمكيزه او په فضائي كچه په جنګي صلاحيتونو كښې ښه اضافه شوې كومې څخه چې قوي مېري ټائمز فورس فعاله كېدې شي٬ د جامع قامي دفاع په ضرورت زور راوړو سره ده تزويراتي مقاصد په ترلاسه كولو كښې د بين الخدمات مرستې په اهميت زور راوړو۔ په دې موقع نيول چيف په عصري شخړو كښې د تکنيکي جدت په بدلېدونكي كردار هم رڼا واچوله ۔ د پائيلوټ نه غېر په فضائي نظام كښې د زيات شوي اهميت حواله وركولو سره ده د نيشنل ايرو سپيس سائنس اينډ ټيکنالوجي پارك او د پاکستان ميري ټائم سائنس اينډ ټيکنالوجي پارك ترمېنځه په ستراتېژك مرسته هم رڼا واچوله ۔ ده ووئيل دا شراكتداري به د پائيلوټ نه غېر ځائي صلاحيت ته وده وركولو پلو پام ګرځوي دې سره به په دفاعي څانګه كښې د پاكستان تکنيکي خود انحصاري او آپريشنل بريا ته وده ترلاسه شي ۔ پي اے اېف ائير وار کالج انسټي ټيوټ د پاکستان ائير فورس يوه باوقار اداره ده چرته چې د پاكستان وسله وال ځواكونه او د دوست هېوادونو افسران د کمانډ اينډ سټاف تقررۍ لپاره هم تيارولې شي٬ د كورس ګډون كوونكو ته سول اور ملټري پروفيشنلز، ډپلوميټس، سکالرز، وکيلانو، صنعت کارو ، سائنسمدارو، د اقتصاد پوهانو او د ميډيا نمائندګان لخوا معلومات وركړے شول








