
اسلام آباد 30جون(اے پی پی)د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري وئېلي دي د سمندر زياتېدونكے درجه حرارت د آبي حيات لپاره خطر دے ٬سختې ګرمۍ څخه ساحلي سيمو كښې رنځونه زياتيږي۔په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل ماحولياتي بدلون د بندرځايونو معيشت لپاره سمدستي خطر لري ٬په كے پي ټي د سركاري ملازمينو هېلت سكريننګ پېل شوے ٬ ده ووئېل ساحلي سيمو څخه د ماحولياتي تحفظ پیل پكار دے۔ده ووئيل د سمندر زياتېدونكے درجه حرارت د ابي حيات لپاره خطر دے ٬سيمه ايزې مرستې څخه به سمندري تحقيق ته وده وركول وي٬بندرځايونو سيمو كښې د شجركارۍ او هوا رسولو منصوبو ته اړتيا ده٬ ده ووئېل په بندر ځايونو به د خواري كښو لپاره سخت حفاظتي قوانين معارفي كولې شي ۔د هغه وينا وه پورټ كميونټي كلائمټ ریزیلیئنس پروګرام به پېل كولې شي۔سختې ګرمۍ څخه په ساحلي سيمو كښې رنځونه زياتيږي۔