ملګرو ملتونو (ويانا) كښې د پاکستان مستقل استازے کامران اختر د صنعتي ترقۍ د بورډ په 53مه غونډه كښې صدر وټاكلو

ويانا/اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) ملګرو ملتونو (ويانا) كښې د پاکستان مستقل استازے کامران اختر د صنعتي ترقۍ د بورډ په 53مه غونډه كښې صدر ټاكلے دے٬ د وړومبۍ موقع ده چې پاكستان دې چوكۍ لپاره غوره كړے شوے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د يو اېن آئي ډي او ډائريکټر جنرل کامران اختر له مباركي وركولو سره تنظيم لپاره د پاکستان د عزم او مرستې ستائنه وكړه۔ کامران اختر خپُل بيان كښېي د يو اېن آئي ډي او د ټولو غړو هېوادونو مننه وكړه صنعتي پرمختګ په خاص توګه پرمختګ كوٶنكو هېوادونو٬ اېل ډي سيز او په اېس آئي ډي اېس كښې د تنظيم كردار لا زياتولو لپاره د خپل عزم څرګندونه وكړه٬ انتخاب د يو اېن آئي ډي او د غړو هېوادونو لخوا په پاكستان د باور څرګندونه ده٬ په ويانا كښې د ټولو نړيوالو تنظيمونو په څير پاكستان په يو اېن آئي ډي او كښې يو فعاله سفارتي پروفائل برقرار ساتلے دے او د تنظيم د بنيادي مېنډېټ لپاره عزم لري كوم چې جامع او تل پاتي صنعتي پرمختګ دے٬ پاکستان يو اېن آئي ډي او سره د ټولو نه زيات پورټ فوليو كښې يو دے چې پكښې د 350 ملين يورو نه د زيات ماليت يو شمېر جاري او پلان كړې منصوبې شاملې دي٬ يو اېن آئي ډي او د پاکستان ټيکسټائل، څرمنې، فشريز، فوډ سيفټي، کلائميټ ايکشن او د تجديد ور توان په څانګو كښې مرسته كړې ٬ سږ كال پاکستان د يو اين آئي ډي او سره د خپل کنټري پارټنرشپ پروګرام يوه نوې سلسله د پېل كولو توقع لري ٬ دې سره سره به په يو شمېر څانګو كښې يو شمېر منصوبې پېل شي