د ګورنر فيصل كريم كنډي سعودي سفير نواف بن سعيد احمد المالكي سره ملاقات

اسلام آباد۔30جون(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كرام كنډي په پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد احمد المالكي سره ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په سعودي سفارت كښې شوي ملاقات كښې ګورنر فېصل کریم کنډی په معركه حق ٬ آپرېشن بنیان مرصوص كښې پاكستان سره په مرسته كولو د خېبر پښتونخوا اولس لخوا د …

اسلام آباد۔30جون(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كرام كنډي په پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد احمد المالكي سره ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په سعودي سفارت كښې شوي ملاقات كښې ګورنر فېصل کریم کنډی په معركه حق ٬ آپرېشن بنیان مرصوص كښې پاكستان سره په مرسته كولو د خېبر پښتونخوا اولس لخوا د سعودي عربستان مننه وكړه۔ په دې موقع ګورنر ووئيل د اسلامي نړۍ په خېر ښېګړه او پرمختګ كښې خادم الحرمېن الشریفېن شاہ سلمان بن عبد العزیز او ولی عهد شهزادہ بن سلمان تل مثالي كردار ترسره كړے دے۔ اسلامي نړۍ په دوئي وياړي۔ ده د ولي عهد د سعودي عربستان او اسلامي نړۍ لپاره د لارښودنې كردار ادا كولو په سوچ د اډانه ويژن 2035 هم ستائنه وكړه۔ په ملاقات كښې په سعودي عربستان كښې خېبر پښتونخوا سره د تعلق لرونكو وګړو په كردار او هغوي ته په پېښو مسئلو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر د کنګ سلمان ریلیف سنټر لخوا په صوبه كښې د مرستې فعاليتونو ته پیرزوئنې هم وړاندې كړې۔ سعودی سفير د ګورنر فېصل كريم كنډي د جذبات او احساسات ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د اسلامي نړۍ يووالي له د پيپلز پارټي د شهيد مؤسس ذوالفقار علي بھټو كردار ته اسلامي هېوادونه د قدر په سترګه ګوري۔ ده د سوات په پېښه ګورنر سره غمرازي كولو سره ځپليو كورنيو لپاره د سعودي حكومت او اولس لخوا د نېكو هيلو څرګندونه وكړه