پارلیمنټ زمونږ په جمهوري نظام كښې مركزي حيثيت لري٬ راځۍ چې په ننۍ ورځ د پارليماني ادارو مضبوطولو او د جمهوري اقدارو خوندي كولو عزم پخلې وكړؤ: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔30جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پارلیمنټ زمونږ په جمهوري نظام كښې مركزي حيثيت لري٬ راځۍ چې په ننۍ ورځ د پارليماني ادارو مضبوطولو او د جمهوري اقدارو خوندي كولو له د خپل عزم پخلې وكړؤ او دا خبره باوري كړؤ چې د قانون جوړونې عمل دې د وګړو د غږ په صحيح معنو كښې عكاس وي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي …

اسلام آباد۔30جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پارلیمنټ زمونږ په جمهوري نظام كښې مركزي حيثيت لري٬ راځۍ چې په ننۍ ورځ د پارليماني ادارو مضبوطولو او د جمهوري اقدارو خوندي كولو له د خپل عزم پخلې وكړؤ او دا خبره باوري كړؤ چې د قانون جوړونې عمل دې د وګړو د غږ په صحيح معنو كښې عكاس وي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پارلېمنټېرینز نړيوالې ورځې په موقعه وزيراعظم شهباز شريف په خپل پېغام كښې ووئيل د پارلېمنټېرینز نړيواله ورځ كومه چې هر كال د جون په 30 مه نېټه لمانځلې شي ٬ د جمهوري ادارو مضبوط جوړولو له زمونږ د نړيوال عزم پخلې كوي۔ دا ورځ ټولشموله حكومتدارۍ ته وده وركولو ، د مېرمنو او ځوانانو مقصدي نمائندګی باوري كولو او د قانون جوړونې په تګلارو كښې تكنيكي جدت خپلولو كښې د پارليمانونو مهم كردار په ډاګه كوي۔ وزیر اعظم ووئيل د پاکستانی آئین آرټیکلز 51 او 59 د مېرمنو نمائندګي د مخصوص نشستونو د لارې باوري كوي۔ ده ووئيل دا مهال 8 مېرمنې د سېنېټرز او 4 د قامي اسمبلۍ مېرمنې غړې په قامي اسمبلۍ كښې د پارليماني كمېټيو د چيئر پرسنز په توګه كار كوي۔ وزیراعظم ووئيل مالی كال 2025-26 لپاره د وفاقي بجټ په تيارولو كښې حکومت اتحادی همكارانو سره په فعاله توګه مشاورت وكړو او د هغوي مرسته يۍ خوشبينه وګرځوله۔ د جذبه د صحتمند جمهوريت بنياد دے۔ ده ووئيل د بېن الپارلیمانی یونین (IPU) په څير پلېټ فارمز سره زمونږ پارليمان تل امن، پرمختګ او نړيوالې همكارۍ ته وده وركولو له كار كړے۔ وزيراعظم ووئيل په سوئيلي آسيا كښې د ورستي تاؤ تريخوالي څخه وروستو د پاكستان ګڼ ګونديزه پارليماني پلاوي په نړيوالو فورمونو زمونږ بيانيه په فعاله ډول وړاندې كړه۔ ده وويل د نوې حكومتدارۍ رامخې ته كېدونكي ضرورتونه منلو سره مونږ پارليماني شفافيت او دې ته لاس رسي ښه جوړولو له ټېكنالوجي هم خپله كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل راځۍ چې په ننۍ ورځ د پارليماني ادارو مضبوطولو او د جمهوري اقدارو خوندي كولو له د خپل عزم پخلې وكړؤ او دا خبره باوري كړؤ چې د قانون جوړونې عمل دې د وګړود غږ په صحيح معنو كښې عكاس وي۔