په خيبر پښتونخوا كښې 27 جون څخه تر دې دمه بارانونو ٬ طوفان ٬ سيلاب او لينډ سلائيډنګ كښې 21 كسان مړه ٬ 10 ژوبل شول : پي ډي ايم اے

پېښور ۔ 29 جون (اے پی پی) د پراونشل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی (پی ډی اېم اے) خېبر پښتونخوا لخوا د باران ٬ سېلاب او لېنډ سلائيډنګ له امله د ځاني او مالي زيانونو رپورټ جاري كړے شوے دے۔ د اتوار په روځ د جاري كړې شوي رپورټ له مخې په خيبر پښتونخوا كښې 27 جون څخه تر دې دمه بارانونو ٬ طوفان ٬ سيلاب او لينډ سلائيډنګ كښې په مجموعي توګه 21 كسان مړه ٬ 10 ژوبل شوي دي۔ د رپورټ له مخې په حق رسېدليو كښې 7 سړي ، 5 مېرمنې ٬ 9 كوچنيان او په ژوبل شوو كښې 6 سړي ٬ 3 مېرمنې او يو ماشوم شامل دي۔ د بارانونو د لاسه په مجموعي توګه 57 كورونو ته جزوي زيان ورسېد او 6 كورونه ويجاړ شول۔ پېښې د صوبې په بېلو ضلعو سوات، اېبټ آباد، چارسدہ، ملاکنډ، شانګله، دیر لوئر او تور غر كښې رامخې ته شوې۔ د رپورټ له مخې تر ټولو زياته ځپلې ضلع سوات پاتې شوه چرته چې 14 كسان مړه او 6 ژوبل شول۔ د پي ډي اېم اے لخوا د اړوندې ضلعي انتظاميې ته ځپليو كورنيو لپاره د مرستې او طبي آسانيو باوري كولو هدايت شوے دے۔ د بارانونو دا لړۍ د جولائي تر اولنۍ نېټې روانې پاتې كېدو امكان لري۔ د اتھارټي وياند له مخې پي ډي اېم اے ضلعی انتظاميې ته الرټ پاتې كېدو او پېشګي اقدامات كولو له مراسله استولې ده۔ د پی ډی اېم اے اېمرجنسی آپرېشن سنټر په بشپړه توګه فعال دے ٬ اولس د كومې هم ناوړه پېېښې اطلاع په 1700 وركولې شي۔