
ډسکه ۔29 جون(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام د اتوار په ورځ د سيالكوټ ډسكه سيمې دوره وكړه او دغلته يۍ د سوات پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره ملاقات او د زړه له كومي غمرازي وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل زه د وزيراعظم شهباز شريف په خصوصي هدايت غمرازۍ له راغلې يم او حكومت د ځپليو كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك دے۔ ده په حق رسېدليو له د بخښنې دعا كولو سره ووئيل ټول قام په دې پېښه خفه دے۔ وروستو ميډيا خبرو كښی د خېبر پښتونخوا په حكومت ټكونه كولو سره وفاقي وزير ووئيل د سېلګرۍ په ځايونو د رېسكيو نظام كمزوري يوه پخوانۍ مسئله ده كومه به چې په جدي توګه اغستل وي۔ ده ووئيل د سېلګرو حفاظت له دې د سېل په ځايونو كښې د رېسكيو عصري نظام باوري كړې شي۔ د پنجاب په څير خصوصي فورس دے جوړ كړے شي او هغوي ته دې عصري سامان وركړې شي۔ دغسې چې د بشري ځانونو زيان كم كړے شي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې هم داسې يوه پېښه رامخې ته شوې وه كله چې د خېبر پښتونخوا حكومت چورلكه لېږلې نه وه۔ ده ووئيل ضرورت ددې خبرې دې چې وزيراعلی دې معطل كړے شي كوم ماتحت افسر يا عمله نه۔ ده د پنجاب حكومت مثال وركولو سره ووئيل وزیر اعلیٰ مریم نواز په دې وروستيو كښې ایئر ایمبولېنس سروس پیل كړې دې چې له امله يۍ تر دې دمه 167 څخه زيات قيمت ځانونه بچ كړې شوي دي۔