
اسلام آباد۔29جون(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بلوچستان كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو په ضد په كامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړي دي۔ وفاقي وزير د دوه ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د پېشه ورو صلاحيتونه ستائنه كړې ده۔ په خپل بيان كښې وفاقي وزير وئيلي چې د فتنه الهندوستان ترهګرو په ضد په كامياب آپرېشن كولو امنيتي ځواكونو ته سلام كوم۔ محسن نقوي ووئيل د فتنة الهندوستان ترهګر به په هر قيمت ختموو۔ ده ووئيل قام د فتنة الهندوستان ترهګرو ختمولو له د خپلو امنيتي ځواكونو ترڅنګ ولاړ دے۔