د خيبر پښتونخوا په زياتره ضلعو كښې د راروانو 48 ساعتونو په مهال د نورو بارانونو پيشګوئي ٬ پي ډي ايم اے الرټ جاري كړو

پېښور ۔ 29 جون (اے پی پی) پی ډی اېم اے د خېبر پښتونخوا په زياتره ضلعو كښې د راروانو 48 ساعتونو په مهال د نورو بارانونو پېشګوئي كولو سره الرټ جاري كړے دے۔ پی ډی اېم اے په سوات ، چترال، اېبټ آباد، مانسهرہ، پېښور ، بنو او وزیرستان كښې د سېلابي صورتحال پېشګوئي كړې ده۔ په سوات ٬ پنجكوړا دريابونو او پېوستو ولو كښې د اوبو كچه كښې د زياتوالي او كابل درياب كښې د ټيټې درجې سېلاب امكان دے۔ پی ډی اېم اے د بارانونو دلاسه په غرئيزو سيمو كښې د لېنډ سلائيډنګ او په ځايي ولو او نالو كښې د سېلاب اندېښنه هم څرګنده كړې ده۔