وزيراعظم شهباز شريف په بلونو كښې شامل د پي ټي وي فيس ختمولو اعلان وكړو

اسلام آباد۔29 جون (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د بجلۍ په بلونو كښې شامل د پي ټي وي فيس ختمولو اعلان كولو سره وئيلي دي چې د بجلۍ د صارفينو د حقونو تحفظ به كوو ٬ د “خپل ميټر خپل ريډنګ” منصوبې اجراﺀ د اطمينان وړ ده٬ دا اقدام د وګړو خپلواكه جوړولو سره سره د اداره جاتي اصلاحاتو پلو يو مهم ګام دے٬ د بجلۍ په بيعو كښې كمي لپاره اقدامات مهمه ترجيح ده ٬ د توان په څانګه كښې د بجلۍ غلا مهمه مسئله ده كومه به چې حل كول وي٬ پاكستان په هغه هېوادونو كښې شامل دے چرته چې تندۍ سره سولرائزېشن كيږي۔ وزيراعظم د اتوار په ورځ د “خپل ميټر خپل ريډينګ” اېپ پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔ وزيراعظم ووئيل “خپل ميټر خپل ريډينګ” د پرله پسې انقلابي اصلاحاتو برخه ده كومه چې د بجلۍ په وزارت كښې يو كال څخه د اوېس لغاري او د هغه د ډلې د شپې ورځې خوارۍ نتيجه ده۔ ده ووئيل مونږ د ډسکوز بورډز كښې انقلابي بدلونونه وكړل٬ د كرپټ مافيا په ضد مو كوټلي ګامونه پورته كړل ٬ د بجلۍ قيمتونه كمولو له وزير او ټاسك فورس زياته خواري وكړه۔ پاکستانی آئی پی پیز سره مو خبره وكړه۔ وزیر اعظم ووئيل پاكستاني بنكونو سره خبرو كښې په ګردشي قرضه د سود په شرح خبره وكړې شوه او دا مسئله هم په ښه ډول حل شوه۔ وزیر اعظم ووئيل په نړيوال ماركيټ كښې د تېلو په بيعه كښې د كمي ګټه د بجلۍ بيعو كمولو لپاره وكارولې شوه۔ وزیر اعظم ووئيل د ری بېسنګ حوالې سره اندېښنه وه چې يو وارې بيا به 50 څخه تر 70 پېسې في يونټ بيعه كښې زياتوالې وشي مونږ هغه لاره ولټوله چې ری بېسنګ هم اوشي او بيعه هم زياته نه شي۔ په دې اړه نن هم غونډه وشوه۔ زمونږ هڅه ده چې دا اضافه اولس ته ونه رسي۔ وزيراعظم په دې موقعه د پي ټي وي فيس ختمولو اعلان وكړو۔ وزیراعظم چې د بجلۍ د كال د 500 اربه روپو غلا يو لوے چېلنج دے ٬ د دې پخپله جاج اخلم۔ دويم چېلنج دا دے چې بجلي زياته ده او د دې مصرف كم دے۔ پاكستان په هغه كم شمېر هېوادونو كښې دے چرته چې په تندۍ سره سولرائزېشن كيږي۔ مونږ د دې ستائنه كوو۔ ده ووئيل يو اړخ ته مونږ د ارزانې بجلۍ خبره كوؤ بلخوا په سركاري كچه د پېدا كېدونكې بجلۍ كهپت كم دے۔ مونږ له كورني او صنعتي صارف لپاره د بجلۍ قيمت كمول دي دا يوه مسئله ده٬ مونږ ته د دې ادراك دے ٬ مونږ له به تندۍ سره د دې حل لټول وي دغسې چې پاكستان تندۍ سره د ترقۍ او سوكالۍ سفر وكړي۔ وزيراعظم ووئيل په 5 ژبو كښې د دې اېپ معارفي كول يو قومي خذمت دے٬ په دې اولس ته مباركي وركوم۔ ده ووئيل په دې اېپ عام وخاص خلك پوهېږي او دې سره به بېن الصوبائي همغږي زياتېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔ په دې موقعه د توان وزير سردار اوېس اے لغاري ووئيل صارف لپاره آساني او شفافيت د وزيراعظم ویژن او هدايت ؤ۔ دې ټېكنالوجي سره به اوس صارف خپل ريډنګ پخپله ګوري۔ صارفینو ته 110 اربه روپۍ د اووربلنګ په مد كښې بېرته وركړې شوې۔ اوس د ميټر ريډنګ اختيار صارف ته وركړے شوے دے۔ ده ووئيل مونږ غواړؤ چې د وزيراعظم په نګرانۍ او لارښودنه كښې د اولس بهترۍ لپاره د وزيراعظم په ويژن دغسې عمل كول روان وساتؤ۔