پېښور ۔ 28 جون (اے پی پی) په خيبر پښتونخوا صوبه كښې د تېرو 48 ساعتونو په مهال تر دې دمه د زياتو بارانونو ٬ سخت طوفان ٬ سېلاب او لېنډ سلائيډنګ له امله رامخې ته شوو پېښو كښې 19 كسان مړه او 6 ژوبل شوي دي۔ د پراونشل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی (پی ډی اېم اے) خېبر پښتونخوا لخوا په صوبه كښې د باران ٬ سېلاب او لېنډ سلائيډنګ د لاسه د شوي ځاني او مالي زيانونو ابتدائي رپورټ جاري كړے شوے دے۔ د رپورټ له مخې په حق رسېدليو كښې 6 سړي ، 5 مېرمنې ٬ 8 كوچنيان او په ژوبل شوو كښې 3 سړي او 3 مېرمنې شامل دي۔ د بارانونو د لاسه په مجموعي توګه 56 كورونو ته جزوي زيان ورسېد او 6 كورونه ويجاړ شول۔ پېښې د صوبې په بېلو ضلعو سوات، اېبټ آباد، چارسدہ، ملاکنډ، شانګله، دیر لوئر او تور غر كښې رامخې ته شوې۔ د رپورټ له مخې تر ټولو زياته ځپلې ضلع سوات پاتې شوه چرته چې 13 كسان مړه او 6 ژوبل شول۔ د پي ډي اېم اے لخوا د اړوندې ضلعي انتظاميې ته ځپليو كورنيو لپاره د مرستې او طبي آسانيو باوري كولو هدايت شوے دے۔ د بارانونو دا لړۍ د جولائي تر اولنۍ نېټې روانې پاتې كېدو امكان لري۔ د اتھارټي وياند له مخې پي ډي اېم اے ضلعی انتظاميې ته الرټ پاتې كېدو او پېشګي اقدامات كولو له مراسله استولې ده۔ د پی ډی اېم اے اېمرجنسی آپرېشن سنټر په بشپړه توګه فعال دے ٬ اولس د كومې هم ناوړه پېېښې اطلاع په 1700 وركولې شي۔