د وزيراعظم د پاكستاني معيشت په اړه د بلوم برګ په رپورټ د اطمينان څرګندونه

اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستاني معيشت په اړه د بلوم برګ په رپورټ د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې پاكستان د خپل پياوړي معاشي سباؤن پلو تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے٬ په غوره معاشي اشاريو كښې د حكومت د معاشي ډلې د شپې ورځې خواري او جذبه شامل ده۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چې په رپورټ كښې په بېلو څانګو كښې د مهمو اداره جاتي اصلاحاتو ٬ نړيوالې مالياتي ادارې سره د كاميابې لوظنامې او د پور په وخت د ادا كولو اعتراف شوے دے كوم چې په يقيني توګه د هېواد په معاشي صورتحال كښې د بهترۍ ثبوت دے۔ ده ووئيل پاكستان په هغه يو څو هېوادونو كښې شامل دے كومو چې د بلوم برګ د رپورټ له مخې په تېرو 12 مياشتو كښې په معيشت كښې زيات بهتري ښودلې ده۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د خپل پياوړي معاشي سباؤن پلو تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے٬ په غوره معاشي اشاريو كښې د حكومت د معاشي ډلې د شپې ورځې خواري او جذبه شامل ده۔