نائب وزيراعظم سينيتر اسحاق ډار سره د پي آئي اے د سي اي او عامر حيات ملاقات

اسلام آباد۔28 جون(اے پی پی) نائب وزیر اعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د خالي په ورځ د پاكستان انټرنېشنل ائير لائنز (پی آئی اے) سی ای او عامر حیات ملاقات وكړو۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې عامر حيات خپلو خبرو كښې ووئيل د تېر كال 2024 په نومبر مياشت كښې اروپا لپاره د پي آئي اے پروازونه بحال شول۔ ده برطانيې لپاره د پروازنو بيا بېل كېدو كښې د خارجه وزير د پرله پسې سفارتي مرستې ستائنه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل د برطانيې د خارجه چارو وزارت سره زما خبرې روانې دي دغسې چې زر تر زره په دې پروازونو لګېدلې بندېزونه ختم كړې شي۔