
اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په اولس له غېر ضروري بوج اچولو پرته د مالیاتی نظم و ضبط په ځاې ساتلو له د حكومت د متوازن پرېكړو كولو په عزم زور راوړے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پاور سېكټر سره د اړوندو چارو جاج اغستو له د يوې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د خالي په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې په غونډه كښې د پاور او پټرولیم وزيرانو ، اېس اے پی اېم طارق باجوہ، د پاور سېکرټری او خزانې او پاور وزارت اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع په مالياتي استحكام او د صارفينو په تحفظ زور راوړلو سره د پاور سېكټر د مهمو اړخونو جاج هم واغستے شو۔