حكومت د رياستي ملكيتي ادارو د ګورننس ، آپریشنل کارکردګۍ او مالی استحکام ښه كولو عزم لري، کاروباری منصوبې به د قامي ترجيحاتو لمخې كول وي: د خزانې وزير اورنګزيب

اسلام آباد۔27 جون(اے پی پی) د خزانې او محصولاتو وفاقی وزیر سېنېټر اورنګزېب د ریاستی ملکیتی ادارو (اېس او ایز) د ګورننس، آپرېشنل کارکردګی او مالی استحکام ښه كولو له د حكومت د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې کاروباری منصوبې د قامي ترجيحاتو له مخې كولو او عملي چېنلجونه په وخت او په غوره ډول حل كولو ته اړتيا ده۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ د …

اسلام آباد۔27 جون(اے پی پی) د خزانې او محصولاتو وفاقی وزیر سېنېټر اورنګزېب د ریاستی ملکیتی ادارو (اېس او ایز) د ګورننس، آپرېشنل کارکردګی او مالی استحکام ښه كولو له د حكومت د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې کاروباری منصوبې د قامي ترجيحاتو له مخې كولو او عملي چېنلجونه په وخت او په غوره ډول حل كولو ته اړتيا ده۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ د رياستي ملكي ادارو په اړه د كابينه كمېټۍ غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاری، د سمندري چارو وفاقی وزیر اېم جنید انور چوهدری، د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير خالد حسېن مګسی او د اړوندو وزارتونو او ډويژنز اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د خزانې وزارت سېنټرل مانیټرنګ یونټ لخوا كمېټۍ ته د رياستي ملكيتي ادارو په كاركردګۍ مشتمل شپږ مياشتنيز رپورټ (جولائی 2024 تا دسمبر 2024) بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ په رپورټ كښې د ادارو مجموعي صورتحال او پېښ چېلنجونه په ګوته كړې شول په كومو كښې چې د 5.8 کھرب روپو مجموعي زيان هم شامل دے۔ په دې كښې د شپږ مياشتو په مهال د 342 ارب روپو زيان هم دے۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې د تېل، ګېس او بجلۍ څانګه كښې ګردشي قرضه 4.9 ټریلین روپۍ څخه زياته شوې ده۔ د حكومت لخوا ریاستی ادارو ته د ګرانټس٬ سبسډيز ٬ پورونو او نورې مالي مرستې په مد كښې په شپږ مياشتو كښې 600 اربه څخه زياتې روپۍ وركړې شوې كومې چې د ټولې ريونيو نزدې 10 فيصده دي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې په ډسکوز او نورو ادارو كښې د غیر فنډ شدہ پنشن واجبات حجم 1.7 ټریلین روپۍ ته رسېدلے دے۔ کمېټۍ د رياستي ادارو د 5.8 ټریلین روپو په مجموعي زيان او يوازې په شپږ مياشتې كښې د 342 ارب روپو (یعنی د ورځې 1.9 ارب روپۍ) په زيان سخته اندېښنه ښكاره كړه۔ وفاقي وزير د بجلۍ او توان په څانګو كښې په وخت د اصلاحاتو په كولو زور راوړو چرته چې ګردشي قرضه 4.9 ټریلین روپو څخه زياته شوې ده۔ د خزانې وزير د حكومت لخوا د سپېځلتيا ، مالی نظم و ضبط او جوابدهۍ باوري كولو عزم پخلے وكړو۔ په غونډه كښې د پاور ډویژن لخوا د كوئټه الېکټرک سپلائی کمپنی بورډ چیئرمېن تقررۍ ، د انډیپنډنټ سسټم مارکیټ آپرېټر بورډ تشکیلولو ، ګوجرانواله الېکټرک سپلائی کمپنی بورډ لپاره د آزاد ډائرېکټر/چیئرمېن تقررۍ او د جنکو هولډنګ کمپنی لمیټډ بورډ لپاره د ډائرېکټر تقررۍ سره اړوندې سمرۍ وړاندې كړې شوې د كومو چې منظوري وركړې شو۔ د ملتان الېکټرک پاور کمپنی، پاور انفارمېشن ټیکنالوجی کمپنی او انرجی انفراسټرکچر ډوېلپمنټ اېنډ مینجمنټ کمپنی بورډز لپاره د آزاد ډائرېکټرز نومولو او د بورډ تشكيلولو په سمرو هم غور وكړے شو او ددې منظوري وركړې شوه۔ په غونډه كښې د رېلوے وزارت لخوا د درې رېلوے کمپنیو تېل کوپ، پراکس او پی آر اېف ټی سی ختمولو په سمرۍ هم غور وكړے شو او ددې هم منظوري وركړې شوه۔