د كركټ پشمول د لوبو هر ميدان كښې ناريناٶ او زنانٶ ته يو ډول فرصتونه او آسانۍ وركول زمونږ ترجيحاتو كښې شامل دي: د وزيراعظم د پاکستان ويمن کرکټ لوبډلې پخوانۍ مشرې ثناء مير سره ملاقات كښې خبرې

APP56-270625 ISLAMABAD: June 27 - Former Captain of Pakistan Women Cricket Team and a renowned cricketer Ms. Sana Mir calls on Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif. APP/MAF/ABB/FHA

اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې حکومت د لوبو په هر مېدان كښې د مېرټ په بنياد ټېلنټ ته وده وركولو لپاره هڅې كوي٬ د كركټ پشمول د لوبو په هر مېدان كښې ناريناٶ او زنانٶ ته يو ډول فرصتونه او آسانۍ وركول زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د پاکستان وېمن کرکټ لوبډلې پخوانۍ مشرې او نوموړې کرکټرې ثناء مير ليدلي۔ وزيراعظم ثناﺀ مير له د انټرنېشنل کرکټ کونسل په هال آف فېم كښې د هغې د نامې په شاملېدو مباركي وركړه۔ وزيراعظم د پاکستان وېمن کرکټ لوبډلې د مشرې په توګه د ثناء مير د کارکردګۍ ستائنه كولو سره ووئيل د ثناء مير په مشرۍ كښې پاکستان وېمن کرکټ لوبډلې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړي دي او د پاكستان نامه ئې په نړۍ كښې روښانه كړې، هيله لرؤ چې دوي به د خپلې تجربې په بنياد د كركټ نوي ټېنلټ رامخې ته كولو كښې فعاله كردار ولوبوي۔ وزيراعظم ووئيل حکومت د لوبو په هر مېدان كښې د مېرټ په بنياد ټېلنټ ته وده وركولو لپاره هڅې كوي٬ د كركټ پشمول د لوبو په هر مېدان كښې ناريناٶ او زنانٶ ته يو ډول موقعې او سهولتونه وركول زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ په دې موقع ثناء مير د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل زه بشپړه هڅې كوم چې په نړيوال کرکټ ايسوسي ايشن او آئي سي سي كښې د پاكستان بشپړه نمائندګي وكړم۔ ثناء مير په پاکستان كښې د كركټ په خاص توګه د مېرمنو كركټ ته لا وده وركولو په اړه تجويزونه وړاندې كولو سره هيله ولرله چې د پاكستان حكومت به د كركټ مېدانونه او نوي ټيلنټ ته وده وركولو او په خاص توګه د ښځينه كركټ لپاره نورې موقعې پېدا كولو له اقدامات وكړي