په سوات درياب كښې 18 كسان ډوب شول٬ ريسكيو 1122 تر اوسه د 4 كسانو مړي ريسكيو كړي۔ ډائريکټر جنرل شاه فهد

پېښور 27 جون (اے پي پي) په سوات درياب كښې 18 كسان ډوب شوي٬ رېسكيو 1122 تر اوسه د 4 كسانو مړي ريسكيو كړي۔ د تفصيلاتو له مخې د سېلاب په اوبو كښې لاهو شوي سېلګري سوات ته راغلي وو٬ دغه كسان بائي پاس سره په درياب كښې ګېر شوي وو او د سېلاب په اوبو كښې لاهو شوي۔ د رېسكيو 1122 ډائرېكټر شاه فهد له مخې تر اوسه د 4 سېلګرو مړي رېسكيو كړې شوې دي او د رېسكيو ډله په پنځه ځايونو كښې د لټون عمليات جاري ساتلي دي په دې عملياتو كښې 80 اهلكار برخه اخلي او د سېلاب د تېز جريان باوجود 1122 د مرستې كاروائۍ جاري ساتلې دي۔