ګورنر فيصل كريم كنډي په سوات درياب كښې د سيلاب له امله د ګڼ شمير سيلګرو ډوبيدو په پيښه د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد27جون (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په سوات درياب كښې د سيلاب له امله د ګڼ شمير سيلګرو ډوبيدو په پيښه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د پېښور ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې د خېبرپښتونخو ګورنر په پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازۍ او دوئي سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل چې پېښه ډېره د افسوس وړ ده٬ ده ووئيل د غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يوو۔ ده ووئيل چې ضلعې انتظاميې له د تيز باران له امله د سوات درياب غاړې ته حفاظتي اقدامات باوري كول پكار وو