اسلام آباد 26 جون (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر نثار جټ د بجټ غونډې په مهال د ايوان كارروايۍ په ښه ډول ترسره كولو سپيكر٬ دوهم سپيكر او د پينل آف چيئرپرسن غړې علي زاهد ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د فنانس بل منظورۍ په مهال ده ووئيل چې د چيئر لخوا د ټول بجټ سېشن په مهال …
ډاكټر نثار جټ د بجټ غونډې په مهال د ايوان كارروائي په ښه ډول ترسره كولو سپيكر او دوهم سپيكر ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 26 جون (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر نثار جټ د بجټ غونډې په مهال د ايوان كارروايۍ په ښه ډول ترسره كولو سپيكر٬ دوهم سپيكر او د پينل آف چيئرپرسن غړې علي زاهد ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د فنانس بل منظورۍ په مهال ده ووئيل چې د چيئر لخوا د ټول بجټ سېشن په مهال اپوزېشن ته ښه وخت وركړے شوے دے كوم لپاره چې مونږ د سپيكر سردار اياز صادق٬دوهم سپيكر سيد غلام مصطفی شاه او د پېنل آف چيئرپرسن غړي علي زاهد مننه كوو۔ ده ووئيل چې د بجټ غونډې په مهال ځينې ناوړه چارې هم رامخې ته شوې٬مونږ ټول په دې ايوان كښې د يو بل ملګري يو٬هيله ده چې ټول به د يو بل خبرې هېرې كړي۔








