د دفاع وزير خواجه آصف د شنګهائي مرستې تنظيم اصولو او مقصدونو لپاره د پاكستان د بشپړ عزم پخلے ٬د اجتماعي سلامتيا اهميت٬ د ترهه ګرۍ مخ نيوي له د پرله پسې هڅو او سيمه ايز تړون په زياتولو زور

چنګ ډاؤ 26 جون(اے پي پي) د دفاع وزير خواجه آصف د شنګهائي مرستې تنظيم اصولو او مقاصد لپاره د پاكستان د بشپړ عزم پخلې كولو سره د اجتماعي سلامتيا په اهميت٬ د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د پرله پسې هڅو او سيمه ايز تړون په زياتولو زور راوړے دے۔ ده غزه كښې په زيات شوې تشدد او بشري بحران د پاكستان لخوا اندېښنه ښكاره كولو سره په فلسطيني وګړو د اسرائيل د وحشيانه تشدد او بې شمېره بريدونو بندولو اود بشري مرستې رسول باوري كولو له د مستقلې جنګ بندۍ په سمدستي توګه د عملي كولو غوښتنه كړی ده۔ د زيارت په ورځ د دفاع وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د چين چنګ ډاؤ ښار كښې د شنګهائي مرستې تنظيم دفاع وزيرانو په غونډه كښې د پاكستان پلاوي مشري كوله۔ په خپل خطاب كښې د دفاع وزير د شنګهائي مرستې تنظيم اصولو او مقصدونو لپاره د پاكستان د بشپړ عزم پخلې وكړو۔ ده د اجتماعي سلامتيا په اهميت٬ د ترهګرۍ مخنيوي له د پرله پسې هڅو او د سيمه ايز تړون زياتولو په حاجت زور راوړو۔ ده د ملګرو ملتونو د چارټر ٬ د شنګهائي مرستې تنظيم د چارټر او په نړيواله توګه په تسليم شوو نړيوالو قوانينو د پاكستان د عمل كولو پخلے وكړو چې مقصد يۍ امن٬سلامتيا٬ ښې ګاونډګيرۍ او د قومونو ترمينځه مرستې وده وركول دي۔ د دفاع وزير په روانو نړيوالو شخړو اندېښنه ښكاره كولو سره د ايران په ضد د اسرائيلي جارحيت او غېر قانوني پوځي اقداماتو غندنه وكړه۔ ده غزه كښې په زيات شوې تشدد او بشري بحران د پاكستان لخوا اندېښنه ښكاره كولو سره په فلسطيني وګړو د اسرائيل د وحشيانه تشدد او بې شمېره بريدونو بندولو اود بشري مرستې رسول باوري كولو له د مستقلې جنګ بندۍ په سمدستي توګه د عملي كولو غوښتنه وكړه۔ د دفاع وزير په دې خبره زور راوړو چې د اوږدې مودې سيمه ايزې سوكالۍ شريك وژن ترلاسه كولو لپاره د شنګهائي مرستې تنظيم فريم ورك لاندې سيمه ايز تړون مخ په وړاندې بوتللو له يو سولييز او مستحكم افغانستان ضرورې دے۔ د ترهه كرۍ په معامله د دفاع وزير زور راوړو چې دا يوه شريكه خطره ده او د دې په اجتماعي توګه بايد مخنيوې وكړې شي۔ پاكستان ټولو رياستونو څخه غوښتنه كوي چې هغوي دې خپلو داخلي ناكامو څخه پام بل پلو كولو لپاره د ترهه كرۍ ذريعو سره جنګ كولو لپاره د نړيوالې ورورولۍ شريكو هڅو ته سياسي رنګ وركولو څخه ډده وكړي۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ د ټولو شكلونو غندنه كوي٬ پاكستان په په جمو وكشمير كښې د ترهګرۍ بريدونو هم غندنه كوي۔ مونږ ټولو رياستونو څخه غوښتنه كوو چې هغوي دې د هغه رياستونو د اقداماتو محاسبه وكړي كومو چې د پاكستان په بلوچستان صوبه كښې په جعفر اېكسپرېس د ترهګر بريد منصوبه بندي ٬ مالي مرسته او سرپرستي وكړه۔ د دفاع وزير د كشمير او فلسطين په څير پخوانو شخړو حل لپاره د نړيوالې ورورولۍ په ذمه وارو رڼا اچولو سره ووئيل د دې مسئلو نه حل كېدل نړيوال امن او سلامتيا خطر سره مخ كوي۔ ده په دې لړ كښې د خبرو اترو ٬ ثالثۍ او سفارتكارۍ دلارې د شخړو په سولييز ډول د حل كولو په حاجت زور راوړو۔ د دفاع وزير په دې موقعه د تاجكستان ٬ ايران ٬ قازقستان او چين همڅنګو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه وكړل او هغوي سره يۍ په شريكو امنيتي ترجيحاتو او ژوره مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔