د پيپلز پارټي چيئرمېن د ګوند غړو ته د مالياتي بل 2025 ۔ 26 په حق كښې د ووټ وركولو امر٬ شازيه مري

اسلام آباد ۔26 جون(اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي مركزي وياندې او د قامي اسمبلۍ غړی شازيه مري وئېلې دي د ګوند چيئرمېن غړو ته امر كړے چې د مالياتي بل 2025۔26 په حق كښې ووټ وركړي۔ د زيارت په ورځ د پي پي پي ميډيا سېل نه د جاري بيان تر مخه د پېپلز پارټي مشر بلاول بهټو زرداري په مشرۍ كښې د پارلماني پارټۍ غونډه وشوه۔ د ګوند چيئرمېن ټولو غړو ته په دې مهال امر وكړو چې د مالياتي بل 2025۔26 په حق كښې ووټ وركړي۔ وفاقي حكومت د پيپلز پارټي سره مشاورت كړے او د بجټ په اړې يې زمونږ ټول تحفظات لرې كړل۔ پيپلز پارټي د بېنظير انكم سپورټ پروګرام (بي آئې ايس بي) د بجټ زياتولو غوښتنه كړې وه كوم چې 20 فيصد زيات كړے شو۔ دې ووئېل چيئرمېن بلاول بهټو په سولر پېنل ټېكس 18 فيصد مسترد كړے ؤ كوم چې نيم په نيمه كم كړے شو۔ دغسې پي پي پي د تنخواګانو او پنشن د زياتوالي غوښتنه كړې نو په بجټ كښې تنخوا 10 فيصد او پنشنرز لپاره 7 فيصد زياتوالے وكړے شو۔ دې ووئېل د پيپلز پارټۍ سره په مشاورت تر يو لاكهه تنخوا پاندې ټېكس ختم كړے شو او د سنده پوهنتونونو لپاره هم د پېپلز پارټي په غوښتنه وفاقي حكومت بجټ بحال كړو۔ وياندې ووئېل هر كله چې حكومت زمونږ غوښتنې منلې او تر سره كړي نو مونږ به د مالياتي بل مرسته كوو۔