وزيراعظم شهباز شريف سره وفاقي وزير طارق فضل چوهدري وليدل

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د پارلماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري ليدلي دي ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې وزيراعظم له په اولس دوسته بجټ وړاندې كولو مباركي وركولو سره د دې منظورۍ لپاره د خپل بشپړه ملاتړ څرګندونه وكړه ۔ په ملاقات كښې په اسلام آباد كښې په جاري پرمختيائي منصوبو د …

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د پارلماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري ليدلي دي ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې وزيراعظم له په اولس دوسته بجټ وړاندې كولو مباركي وركولو سره د دې منظورۍ لپاره د خپل بشپړه ملاتړ څرګندونه وكړه ۔ په ملاقات كښې په اسلام آباد كښې په جاري پرمختيائي منصوبو د پېشرفت په اړه خبرې اترې هم وشوې ۔ په دې موقع د پارلماني چارو يونټ وزير رانا مبشر اقبال، د پاور وزير مملکت عبد الرحمن کانجو او خاص مرستيال طلحه برکي هم موجود وٶ۔